تاسو د استقبال په مرکز کې نه اوسیږئ
که تاسو چیرته د پناه غوښتنې درخواست د ارزونې په جریان کې د استقبال په مرکز کې نه اوسیږئ، نو تاسو به هیڅ مالې مرسته ترلاسه نه کړئ. تاسو روغتیایې مرستو د ترلاسه کولو حق لرئ.
د هغه مودې لپاره چې بلجیم د نړیوال خوندیتوب لپاره ستاسو د غوښتنلیک اروزونه کوي، تاسو به د استقبال په مرکز کې اوسیدنه ترلاسه کړئ، کوم چې اکثره وخت د فیداسیل او سره صلیب د استقبال مرکز دي. د بلجیم حکومت ستاسو د خوړو او اوسیدو مصرف ورکوي
امکان لري چې تاسو د استقبال په مرکز کې پاتې نه شئ ((کوډ 207 "نو شو")) ځکه
- تاسو دا غوره کړي چې د استقبال په مرکز کې نه اوسیږئ: تاسو د اوسیدو لپاره خپل ځای لرئ یا کورنۍ یا ملګرو ته تللی شئ. تاسو د دې لپاره په یو شخصي ځای کې اوسیږئ.
- فیډاسیل تاسو ته د استقبال ځای نه چمتو کوي: تاسو د استقبال مرکز کې د ځای حق نه لرئ.
که تاسو چیرته پناه غوښتنکي یاست او استقبال مرکز کې نه اوسیږئ، نو څه ډول مرستې ترلاسه کوئ؟
- تاسو باید په خپله خواړه او ساتنې چمتوالی وکړئ
- تاسو باید خپل مالي ملاتړ په خپله چمتو کړئ
- تاسو د روغتیایی مرستو حق لرئ
ایا تاسو یو بل شخصي ځای ته کډه کیږئ؟ ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د پناه غوښتنې خدماتو (IO او CGRS) ته د خپل نوي ځای پته استوئ؟ د دې لپار، دا فورم وکاروئ: ورکلرینګ (Verklaring) ویزوګینګ ګیکوزین واون پلیات (NL); ډیکلیریشن: چینجمینټ ډې ډومیسائل élu (FR).