CGVS/CGRA ته ستا بلنه

CGVS/CGRA دې بروکسل کې خپلو دفترونو ته غواړي.

د CGRS دفترونه په بروکسیل کې

دCGRS د (CGVS/CGRA) به تاسو لږ تر لږه یو ځل د شخصي مرکې لپاره بلنه درکړي.

ماته به د مرکې بلنلیک څه ډول راځي؟

دCGRS بلنلیک به د بریښنالیک له لارې ستاسو د خوښې پتې ته یا د بریښنالیک له لارې د استوګنې مرکز ته واستوي چیرې چې تاسو اوسیږئ. که تاسو کوموکیللرئ، هغه ښځینه/نارینه به د لیک یوه کاپي ترلاسه کړي.

اړینه ده چې تاسو CGRS ته د خپلې صحیح پتې خبر ورکړئ، ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې بلنلیک ترلاسه کړئ. که تاسو پته بدل هکړی وي، مهرباني وکړئ CGRS ته یو ثبت شوی لیک واستوئ چې ستاسو نوې پته ولری. کولی شئ دلته مناسبه فورمه یې راښکته کړئ.

په بلنه کې څه شامل دي؟

په بلنه کې لیکلي وي چې تاسو په کومه ورځ او کوم وخت بروکسل کې د CGRS دفترونو ته د خپلې شخصي مرکېلپاره تللی شې.

که زه لیدنې ته نه شم تللی نو څه باید وکړم؟

که جدي دلیلونه مو مرکې ته د راتلو مخه ونیسي، د بیلګې په توګه تاسو ناروغ ېاست، تاسو باید CGVS/CGRA ته خبر ورکړئ او د خپلې غیر حاضرۍ له سند سره د هغه وخت محدودیت کې توجیه وکړئ چې ستاسو د بلنې په لیک کې ذکر شوي. کله چې دا کار کوی، د خپل وکیل یا ټولنیز کارمند څخه د مرستې لپاره غوښتنه وکړئ.