ډاکټر ته تلل

کله چې ته ډاکټر ته ځې، نو ته په هغه یا هغې باور کولی شې او د خپل درد یا مشکلاتو په اړه ورته ویلی شې. ډاکټر مکلف دی چې ته ورته د ملاقات پر مهال څه ووایې هغه په راز کې وساتي.

ډاکټر او مریض

محرمیت

ډاکټران مکلف دي چې ته ورته د ملاقات پر مهال څه ووایې هغه په راز کې وساتي. هغوی اجازه نلري چې معلومات بل چاته ورکړي، حتی دولت او ستا د فامیل غړو ته هم معلومات نشي ورکولی. خو که ته غواړې چې ستا په باره کې معلومات چاته ورکړي، نو لازمه ده چې په واضح ډول دې ډاکټر ته ووایې.

د ډاکټر وضاحت

ته ډاکټر ته هر څه ویلی شې: په بدن کې دې د درد یا مشکلاتو په اړه، خو همدغه رنګه د خپلو تشویشونو او دا چې ولې ښه احساس نه کوې په اړه ورته ویلی شې. ډاکټر به تا معاینه کړي او خپلې مشاهدې به تعریف کړي. ضروري ده چې ډاکټر درته په تفصیل سره ووايي چې د هغه یا هغې په نظر کې مشکل څه دی او د حل لارې یې څه دي.

که ته د ډاکټر په خبره نه پوهېږې، نو باید چې ورته ووایې. ډاکټر به بیا یو ترجمان پیدا کړي چې وضاحت یې درته ترجمه کړي. 

ته ځان سره یو بالغ د اعتماد نفر هم بوتللی شې کوم چې تا لپاره هلته ترجمه وکړی شي.