په زور بېرته استول کېدل

که ته په خپله خوښه د هیواد نه لاړ نشې، نو د بلجیم حکومت کولی شي چې په زوره دې بېرته خپل اصلي وطن ته واستوي. 

په دغه حال کې به پولیس تا ځان سره بوځي او طیارې ته به دې وخېژوي. 

مه پرېږده چې خبره دې حد ته ورسي! خپل وضعیت د خپل سوشل ورکر یا یو وکیل سره بحث کړه.

په زوره د بېرته استول کېدو پروسیجر څه دی؟

په زوره بېرته استول کېدل مرحله په مرحله پولیسوسره په همکارۍ کې ترسره کېږي.

  • اول درته موقع درکول کېږي چې په خپله خوښه لاړ شې، مقاومت ونکړې.
  • که د تللو نه انکار وکړې: نو پولیس به دې طیارې ته بوځي.
  • که بیا هم د تللو نه انکار وکړې: پولیس افسران به درسره طیارې ته وخېژي او هغه به دې خپل منزل ته ورسوي.
  • که بیا دې هم د تللو نه انکار وکړو: پولیس به ستا لپاره یو خوندي پرواز ونیسي چې خپل وطن ته دې ورسوي.