فرانسوي زده کول

بالغانو لپاره د فرانسوۍ ژبې کلاسونه

  • ته تراوسه لاتیني حروف نشې لوستلی (ښه)
    • ته په وړو ډلګیو کې د 'الفبا زده کولو' ('زباني' یا 'تحریري') درس ته تللی شې.
  • ته لاتیني حروف لا د مخهلوستلی شې
    • ته په دې نوم "Français langue étrangère" (FLE) د ژبې درس ته تللی شې.

د ژبې کلاس کې داخله اخیستل

  • د صحیح کورس د پیدا کولو په خاطر به د ژبې د مرکز یو څوک تا سره یو ملاقات جوړ کړي. دغه نفر به درنه په دې اړه پوښتنې وکړي چې ته په کومو ژبو بلد یې، کومې ډپلومې لرې، ولې دغه ژبه زده کول غواړې، او دا چې ایا زیات وخت لرې که زیات وخت نلرې... ځینې وختونه به درباندې یو امتحان ورکول لازمي شي چې د ژبې مهارتونه دې معلوم کړي.
  • د مرکې او امتحان نه وروسته به د ژبې مرکز تا لپاره یو کورس وړاندیز کړي.

د ژبې کلاسونه څومره مصرف لري؟

د نړیوال حفاظت یا پناهندګۍ غوښتونکو باندې لازمه نده چې د ژبې په ځینو مرکزونو کې د داخلې فیس ورکړي، یا به ډېر کم فیس ورکول وي. په نورو مرکزونو کې به درباندې زیاتې پیسې ورکول لازم وي. د خپل سوشل ورکر نه پوښتنه وکړه چې د داخلې نه مخکې به درباندې کوم مصارف ورکول وي.