د یو بانکي حساب خلاصول

که ته په بلجیم کې په قانوني توګه ژوند کوې یا دې نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکړی وي، نو ته یو بانکي حساب خلاصولی شې. دې لپاره باید لاندې طریقه کار نه استفاده وکړې!

کوم بانکي حساب؟

1. د هرکلي مرکز لخوا درته یو د الکترونیکي تادیو کارت درکړل شوی دی

که ته په یو ریسپشن سنټر کې ژوند کوې، ددې چانس شته چې تاته لا د مخه د Belfius څخه یو بانک کارت او حساب درکړی شوي وي. د خرڅ پیسې درته هره میاشت په دغه حساب کې درکول کېږي. که ته په مرکز کې واړه کارونه ترسره کوې، نو د هغې لپاره به هم ستا حساب کې پیسې ترلاسه کوې.

  • ته کولی شې دا حساب د بریښنایی تادیاتو او د پیسو د لیږد لپاره وکاروې.
  • ته نشې کولی دا حساب د معاشاتو تادیی یا د پیسو خوندي کولو لپاره وکاروې.

2. که د تادیې کارت یې درته نه وي درکړې نو خپل بانکي حساب خلاصولی شې

په بلجیم کې رقم رقم بانکونه شته (KBC، Belfius، Argenta، ING، BNP، Paribas). د لومړي ځل لپاره د بانکي حساب پرانیستلو لپاره، کوم بانک چې ته غواړې انتخاب یې کړه.

ته د دوه ډوله بانکي حساب ترمینځ یو غوره کولی شې

  • عادي بانکي حساب
  • د اساسي بانکي خدمت حساب
پیسې ویستل

د اساسي بانکي خدمت حساب څشی دی؟

د یو بانکي حساب نه د بانک کارت سره دې لپاره استفاده کولی شې:

  • دوکانونو کې د بانک کارت له لارې په الکترونیکي توګه پیسې ادا کړې
  • نغدې پیسې ترې راواخلې یا یې پکې واچوې (فقط بلجیم کې)
  • بل حساب ته پیسې انتقال کړې
  • نېغ په نېغه ډیبیټ امرونه ترتیب کړې
  • د حساب د بیانونو غوښتنه وکړې

لاندې کارونه پرې نشې کولی:

  • د بانک نه داسې پیسې انتقال کړې یا دومره شیان واخلې چې نتیجه یې په بانکي حساب کې منفي شي (د €0 نه لاندې)
  • په پور پیسې ادا کړې (یعنې پیسې قرض کړې)

د بانکي حساب د خلاصولو لپاره څشي ته اړتیا لرې؟

  • لازمه ده چې هویت دې ثابت کړې (د الکترونیکي هویت کارت یا د مهاجرت د دفتر څخه ضمیمو له لارې)
  • د خپلې هستوګنې ادرس ثابت کړې (د ښاروالۍ یو خط چې د اقامې کارت پسې دې راشه، د ښاروالۍ سندونه).

لګښت

د اساسي بانکي حساب لپاره لازمه ده چې هر کال د €15 او €20 ترمینځ ادا کړې.