د داخلېدو پر مهال ستاسو حقوق او مکلفیتونه

استقبال هغه ملاتړ دی چې تاسو یې د یو غوښتونکي په توګه ترلاسه کوئ، په داسې حال کې چې تاسو د دې په تمه یاست چې چارواکي ستاسو د نړیوال ملاتړ د غوښتنلیک د څېړنې بهیر بشپړ کړي.

په دې کې د استقبال حقونه او مکلفیتونه شامل دي کوم چې په دې بروشر کې تشریح شوي.

 دا معلومات ستاسو لپاره دي که: 
تاسو یو بالغ یاست (له 18 کلونو څخه زیات عمر لرئ) 
تاسو په بلجیم کې د نړیوال ملاتړ (چې پناه غوښتنه هم بلل کېږي) لپاره غوښتنه کړې ده او اوس د نړیوال ملاتړ غوښتونکی یاست. 

د بې سرپرسته کم عمره کسانو لپاره هم یوه بروشره شته

دا معلومات ستاسو لپاره دي که: 
تاسو د 18 کلونو څخه کم عمر لرئ
ته د خپل والدينو څخه پرته رارسېدلی یې، یا یوازې یا د نورو کورنیو غړو سره
ته پهبلجیم کې د پناه ځای لپاره (چې د نړیوال خوندیتوب په  نوم هم یادیږي) غوښتنه کړې ده.