بلجیم کې 3 ژبې رسمي دي

په بلجیم کې خلک په فرانسوۍ، هالنډۍ او المانۍ ژبه خبرې کوي، اتکاء په دې چې کوم ځای کې اوسېږي. دې دریو مختلفو منطقو ته ټولنه ویل کېږي.

درې ټولنه

په بلجیم کې 3: ټولنه وجودلري

  • فلیمش ټولنه: هغه خلک چې په هالنډۍ ژبه خبرې کوي دلته اوسېږي
  • فرانسوي ټولنه: هغه خلک چې په فرانسوۍ خبرې کوي دلته اوسېږي
  • المانيټولنه: هغه خلک چې په المانۍ خبرې کوي دلته اوسېږي

په برسلز کې خلک په هالنډۍ یا فرانسوۍ خبرې کوي

برسلز دوه ژبنۍ منطقه ده. په برسلز کې هغه خلک چې په هالنډۍ خبرې کوي د فلیمش ټولنه سره تړون لري او هغه خلک چې په فرانسوۍ ژبې خبرې کوي د فرانسوي ټولنه سره تړون لري.

هره ټولنه یو حکومت لري

هره ټولنه یو حکومت لري چې د کولتور، ژبې او زده کړو په اړه پرېکړې کوي.