بلجیم 3 منطقې لري

هیواد په 3 منطقو کې تقسیم شوی دی. هره منطقه یو حکومت لري.

په بلجیم کې 3 منطقې دي:

  • فلیمش منطقه: د 5 فلیمش ولایتونو سره
  • والون منطقه: د 5 والون ولایتونو سره
  • د برسلز-پایتخت منطقه: د 19 برسلز ښاروالیو سره

هره منطقه یو حکومت لري چې د نورو مسئلو تر څنګ د اقتصادي چارو، محیط او حرکت په باره کې پرېکړې کوي. هره منطقه همداراز یو پارلمان لري.