ستاسو د درخواست نوم لېکنه

د مهاجرت دفتر به نړیوال حفاظتلپاره ستاسو درخواست راجسټر کړي.

درخواست باید چیرته راجسټر کړئ؟

که تاسې د بلجیم په خاوره کې یې، د مهاجرت دفتر ته (په بروسل) ورشئ او هغوی ته ووایی چې تاسې غواړئ په بلجیم کې د نړیوال محافظت لپاره (یا د پناه غوښتنه) غوښتنه وکړئ. 

د مهاجرت دفتر د دوشنبې څخه تر جمعې پورې خلاص دی، تاسو باید د سهار په 8.30 بجو (سهار کې) هلته اوسئ.


د مهاجرت د دفتر ادرس: Avenue Pacheco 44, 1000 Brussels 

نوم لېکنه: ستاسې د هویت او د ګوتو نښو په اړه پوښتنې

  • د مهاجرت دفتر یو مامور به ستاسې نه پوښتنې وکړي چې ستاسې هویت معلوم کړي: ستاسې نوم، د زیږون نیټه او ځای، هغه پته په کومه چې تاسې ته لاسرسی شونی وي.
  • د مهاجرت دفتر یو مامور به ستاسې عکسونه واخلي او ستاسې د ګوتو نښې به واخلي
  • همداراز ضروري ده چې ټول هغه اسناد ورکړې چې ستا هویت ثابتوي.
  • د نوم لېکنې پرمهال به د مهاجرت دفتر پریکړه وکړي چې ستاسې د پروسې لپاره کومه ژبه وکارول شي (فرانسوي یا هالنډي)

د هرکلي ځای 

د نوم لېکنې وروسته، فیدازیل به د رارسیدو په مرکز کې دا چک کړې چي آیا تاسو د کډوالۍ د پروسي مستحق یاست. که چیرته تاسو د هرکلي د ځای حق لرئ نو فیدازیل به تر هغه وخته چې ستاسو د پناهندګۍ درخواست ارزول کېږي درته د هرکلي په یو مرکز کې د استوګنې ځای درکړي.