کرونا ویروس: معاینه کول او د اړیکې تعقیبول
د دې لپاره چې د کرونا ویروس خپریدل راکم کړو، نو مهمه ده چې ژر پوهه شو څوک په کرونا ویروس اخته دی او دغه اخته کس پدې وروستیو کې د چا سره اړیکه یا تماس درلودلی.
که تاسې ناروغه یې، او د کرونا ویروس علایم لرئ، نو ډاکټر یا رنځورپال به ستاسې د ویروس لپاره معاینه وکړي. که د معاینې پایله مثبت وي، نو مهمه ده چې پوهه شو د چا سره مو اړیکه درلودله.
د اړیکې تعقیبول
د اړیکې تعقیب د بلجیم دولت یوه کارمند لخوا د تلیفون له لارې ترسره کیږي.
که تاسې د هرکلي کوم مرکز کې یې نو د اړیکې تعقیب به د هرکلي مرکز د یوه کارمند سره په ګډه ترسره شي.
تاسې به په ګډه د ټولو هغه خلکو نومونو یو نوملړ جوړ کړئ د چا سره چې تاسې پدې وروستیو کې اړیکه درلودلې. د هغه خلکو په اړه فکر وکړئ چې د علایمو درلودو نه 2 ورځې مخکې مو ورسره لیدلي دي، د مثال په توګه ستاسې د خپلې کورنۍ غړي، کوم ملګری چې تاسې ورسره چکر ته تللي یې، همکاران یا سوپروایزران.
د دولت کارمند به ستاسې اړیکو (هغه خلک چې تاسې ورسره اړیکه درلودلې) ته تلیفون وکړي او هغوی ته به د احتیاطي اقداماتو لپاره مشوره ورکړي.
تاسې سره به څنګه اړیکه نیول کیږي؟
د دولت کارمند به تاسې سره د تلیفون (شمیره 02 214 14 19)، پیغام (شمیره 8811)، لیک یا بریښنالیک له لارې اړیکه نیسي.
آیا ته په پوښتنو نه پوهیږې؟ د خپل ټولنیز مرستیال یا د هرکلي مرکز کارمند نه مرسته وغواړه.
ستاسې د ډیټا محافظت
- د دولت کارمند به ستاسې ورکړل شوي معلومات په محرم ډول سمبالوي.
- ستاسې لخوا ورکړل شوي معلومات به یوازې ستاسې اړیکو ته د مشورې ورکولو لپاره وکارول شي.
- یوازې د دولت روغتیا خدمت به ستاسې د اړیکې نوملړ ته لاسرسی ونلري، ستاسې کار، کورنۍ، ښوونځی، پولیس یا د دولت نور خدمات نه.
- ستاسې نوملړ کې اړیکې به ستاسې نوم وا نه اوري. ستاسې نوم به پټ وساتل شي.
- ستاسې اړیکو ته تلیفون کونکی شخص محرمیت ساتنې ته ژمن دی. ستاسې ډیټا به د دولت خوندي ډیټابیس کې وساتل شي.
- ستاسې لخوا ورکول کیدونکي معلومات به د اقداماتو سره ستاسې سمون تاییدولو لپاره نه کارول کیږي. دا معلومات د پولیسو یا د کنټرول نورو خدماتو سره نه شریکیږي.