د کورونا ویروس تدابیر
خپل لاسونه په صابون ووینځئ او نورو خلکو ته لاس مه وروړئ. په دې طریقه به تاسو به دې نوي کورونا ویروس د ککړېدو یا د نورو کسانو په دې ویروس د ککړولو چانس کم کړئ.
کورونا ویروس څشی دی؟
کورونا ویروس یو والګي ته ورته مرض دی. ممکن علایم یې د ساه اخیستو ستونزې، ټوخی کول او د بوی یا خوند حس له لاسه ورکول دي. زیاتره خلک ددې ویروس نه بېرته ښه کېږي. د زوړ عمر کسانو او هغو کسانو چې د سږو، زړه یا ګردې مشکلات لري لپاره دا ویروس خطرناک کېدلی شي.
کورونا ویروس د خلکو ترمینځ یو نه بل ته لګي. کله چې یو نفر په کورونا ککړ وي او ټوخی وکړي یا ساه وباسي، نو ویروس په وړو څاڅکو کې د پوزې یا خولې نه خورېږي. یو ککړ تن د لاس په تماس سره هم دا ویروس نورو ته انتقالولی شي. دا ویروس د ککړو موادو له لارې هم خپریدی شي.
د کورونا ویروس خلاف تدابیر
- د نورو خلکو نه 1.5 متر واټن وساتئ
- خپل لاسونه تل په صابون او اوبو ومینځئ
- په عامه ټرانسپورټ، د هرکلي مرکز، پلورنځیو او ټولو عامه ځایونو کې د مخ ماسک واغوندئ
- که د ناروغۍ احساس کوئ، په کور کې/خپله خونه کې پاتې شئ
- خپلې نږدې اړیکې محدود کړئ. سترې غونډې او راټولیدو نه ډډه وکړئ.
که تاسې د هرکلي مرکز کې ناروغ شئ
- ډاکټر، طبي خدمت، خپل ټولنیز کارمند ته تلیفون وکړئ یا کوم چا نه غوښتنه وکړئ چې طبي خدمت خبر کړي
- په خپله طبي خدمت یا ریسپشن ته د ورتللو اجازه نشته
- ستاسو د لیدلو لپاره د ډاکټر یا نرسې درتللو پورې انتظار وکړئ
که ډاکټر یا نرس فکر وکړي چې تاسې په کرونا ویروس اخته شوي یې، نو باید بیا تر هغه وخت پورې (لږترلږه 7 ورځې) د هرکلي مرکز د تجرید ساحه کې پاتې شئ چې ښه شئ.
تاسې به د دولت یوه کارمند یا د هرکلي مرکز یوه کارمند سره په ګډه د اړیکې تعقیبول پيل کړئ او د هغه خلکو یو نوملړ جوړ کړئ د چا سره چې تاسې پدې وروستیو کې اړیکه درلودلې وي.