د کورونا ویروس تدابیر

خپل لاسونه په صابون ووینځئ او نورو خلکو ته لاس مه وروړئ. په دې طریقه به تاسو به دې نوي کورونا ویروس د ککړېدو یا د نورو کسانو په دې ویروس د ککړولو چانس کم کړئ.  

کورونا ویروس څشی دی؟

کورونا ویروس یو والګي ته ورته مرض دی. ممکن علایم یې د ساه اخیستو ستونزې، ټوخی کول او د بوی یا خوند حس له لاسه ورکول دي. زیاتره خلک ددې ویروس نه بېرته ښه کېږي. د زوړ عمر کسانو او هغو کسانو چې د سږو، زړه یا ګردې مشکلات لري لپاره دا ویروس خطرناک کېدلی شي.

کورونا ویروس د خلکو ترمینځ یو نه بل ته لګي. کله چې یو نفر په کورونا ککړ وي او ټوخی وکړي یا ساه وباسي، نو ویروس په وړو څاڅکو کې د پوزې یا خولې نه خورېږي. یو ککړ تن د لاس په تماس سره هم دا ویروس نورو ته انتقالولی شي. دا ویروس د ککړو موادو له لارې هم خپریدی شي.

د کورونا ویروس خلاف تدابیر

  • د نورو خلکو نه 1.5 متر واټن وساتئ
  • خپل لاسونه تل په صابون او اوبو ومینځئ
  • په عامه ټرانسپورټ، د هرکلي مرکز، پلورنځیو او ټولو عامه ځایونو کې د مخ ماسک واغوندئ
  • که د ناروغۍ احساس کوئ، په کور کې/خپله خونه کې پاتې شئ
  • خپلې نږدې اړیکې محدود کړئ. سترې غونډې او راټولیدو نه ډډه وکړئ.
خپل ځان او نور خلک د کوویډ – 19 نه وژغورئ

که تاسې د هرکلي مرکز کې ناروغ شئ

  • ډاکټر، طبي خدمت، خپل ټولنیز کارمند ته تلیفون وکړئ یا کوم چا نه غوښتنه وکړئ چې طبي خدمت خبر کړي
  • په خپله طبي خدمت یا ریسپشن ته د ورتللو اجازه نشته
  • ستاسو د لیدلو لپاره د ډاکټر یا نرسې درتللو پورې انتظار وکړئ

که ډاکټر یا نرس فکر وکړي چې تاسې په کرونا ویروس اخته شوي یې، نو باید بیا تر هغه وخت پورې (لږترلږه 7 ورځې) د هرکلي مرکز د تجرید ساحه کې پاتې شئ چې ښه شئ.

تاسې به د دولت یوه کارمند یا د هرکلي مرکز یوه کارمند سره په ګډه د اړیکې تعقیبول پيل کړئ او د هغه خلکو یو نوملړ جوړ کړئ د چا سره چې تاسې پدې وروستیو کې اړیکه درلودلې وي.